د افغانستان د ملي روغې جوړې عالی شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله په یوه څلور ورځني رسمي سفر د هند په لور وخوځېده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یادې شورا خبرپاڼه وایي، ښاغلی عبدالله نن سه شنبې د تلې ۱۵ مه هند ته ولاړ.
خبرپانه زیاتوي، چې ښاغلی عبدالله به په دغه سفر کې به د ملي مصالحې عالي شورا رییس د هند له چارواکو سره د افغان سولې پروسې پر ننګونو او لاسته راغلو فرصتونو بحث او خبرې وکړي.
دغه راز سرچینه وايي، عبدالله به په نوي ډهلي کې د هند له ولسمشر، لومړي وزیر، د بهرنیو چارو وزیر، د ملي امنیت شورا سلاکار او له نورو چارواکو سره وګوري.
په ورته وخت کې ښاغلي عبدالله هند ته د سفر پر مهال ویلي، هند د افغانستان یو له ثابت قدمو او وفادارو ملاتړو دی، د بیا رغونې، اساسي پروژو پلي کولو، د ساختمانونو د جوړولو او د اوبو بندونو په جوړولو کې یې ګټوره پانګونه کړې.
ډاکټر عبدالله عبدالله د افغان سولې په برخه کې د هند رول مهم یاد کړ او زیاته یې کړه، د سیمې هېوا ونو له ملاتړ پرته په افغانستان کې دایمي سوله او ثبات ستونزمن دی.
نوموړي زیاته کړې افغانستان له نړۍ او په ځانګړي ډول د سیمې له هېوا ونو سره د متقابل احترام په صورت کې د ښو او نږدې اړیکو غوښتونکی دی.
د یادونې ده، چې عبدالله تېره اوونۍ اسلام آباد ته هم په یوه درې ورځني سفر تللی و، چې هلته یې د پاکستان له ولسمشر عارف علوي، له لومړي وزیر عمران خان، د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، د پوځ له مشر جنرال باجوه، د ولسي او مشرانو جرګو له مشرانو او ځینو نورو چارواکو سره ولیدل او د افغانستان د سولې او سیمې د روان وضعیت په اړه یې ورسره خبرې وکړې.
جمهورخبري آژانس:کابل