د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، تر اوسه د دوحې د سولې خبرو کې هېڅ ډول پرمختګ نه دی شوی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي عبدالله دغه څرګندونې د هرات نهم امنیتي کنفرانس کې وکړې او یو ځل بیا یې ټینګار وکړ، چې جګړه د حل لار نه ده.
عبدالله په دوحه کې د بین الافغاني خبرو د نه پرمختګ په اړه اندیښنه څرګنده کړه او پر طالبانو یو ځل بیا غږ وکړ، چې خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې که څه هم د دوحې په خبرو کې تر اوسه کوم پرمختګ نه دی رامنځ ته شوی خو وايي تمه لري، چې د افغانستان پېچلې جګړه د خبرو له لارې حل شي.
د ملي روغې جوړې عالي شورا دوحه کې د افغان حکومت پر مرکچي پلاوی هم غږ وکړ، چې له زغم او حوصلې نه کار واخلي او په پوره تدبیر سره مخ ته ولاړ شي.
عبدالله وايي، د سولې لپاره مو هره لاره وړاندیز کړې ده، خو په وینا یې که طالبان یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره هڅه نه کوي، نو په هغه صورت کې پکار ده چې د افغانستان خلک پرېکړه وکړي.
ده ټینګار وکړ، چې د طالبانو له لوري وروستۍ تاوتریخوالی هېچاته د منلو وړ نه دی او طالبان دې د دې پر ځای د سولې لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي او د خبرو له لارې دې یوې پرېکړې ته ورسېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو دوه میاشتو راهیسې د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاوی دوحه کې د سولې خبرې پیل کړې، خو تر اوسه پر اجنډا او کاري اصولو توافق ته نه دي رسېدلي.
طالبان وایي، د بین الافغاني خبرو بنسټ دې د طالبانو او امریکا تر منځ شوی تړون وي او دغه راز پرېکړې باید په حنفي فقه باندې وشي، خو افغان لوری ورته بدیل وړاندیزونه لري، وايي، د امریکا او طالبانو تر منځ هوکړه کې افغان حکومت نه و، دخیل او بین الافغاني خبرو کې باید له حکومت سره نوې هوکړه وشي.
جمهورخبري آژانس:کابل