۰

کندهار کې د افغان هوايي ځواک یو پیلوټ وژل شوی دی

چهارشنبه ۱۰ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۲۷
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې کندهار ولایت کې د افغان هوايي ځواک یو پیلوټ په یوه غلچکي برید کې وژل شوی دی.
کندهار کې د افغان هوايي ځواک یو پیلوټ وژل شوی دی
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې کندهار ولایت کې د افغان هوايي ځواک یو پیلوټ په یوه غلچکي برید کې وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه نن چهارشنبې د مرغومي ۱۰ مه د کندهار ښار د ۱۴ مې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

ځايي امنیتي چارواکي وايي، نامعلومه وسله والو کسانو په یاده سیمه کې د افغان هوايي ځواک په یوه پيلوټ ډزې کړې او سخت یې ټپي کړی وو.

د دوی په وینا دغه پیلوټ تر ټپي کېدو وروسته په بېړه روغتون ته لېږدول کېده، چې په لار کې یې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه.

وژل شوی پيلوټ مسعود احمد اتل نومېږي، خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

دا پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې په دې وروستیو کې په ټول هېواد کې هدفي وژنې ډېرې شوي او خلک بیا په دې برخه کې امنیتي ادارې په بې غورۍ تورنوي.

امنیتي مسوولین وايي، دغه کار د طالبانو دی په داسې حال کې، چې طالبانو په ورته پېښو کې لاس لرل رد کړي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي او د ملي امنیت رییس احمد ضیا سراج وایي، هدفي وژنې د طالبانو د عبیده کاروان په نوم د یوې شبکې کار دی، چې مرکز یې په لوګر کې دی.

دوی وایي، عبیده کاروان ته دنده سپارل شوې، چې د هدفي وژنو او چسپکي ماین چاودنو پرته بل هېڅ کار د نه کوي.

وزیر او د ملي امنیت رییس وايي، طالبان دغه کارونه د دوه موخو لپاره کوي، یو دا چې د سولې مذکراتو کې لا زیات امتیازات تر لاسه کړي، بل دا چې د ملت او دولت تر منځ واټن رامنځ ته او نظام نړیوالو ته کمزوری وښي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي