۰

ننګرهار کې یوه زوی خپل پلار حلال کړی دی

دوشنبه ۱۰ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۰۵
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې یوه زوی خپل پلار په چاړه حلال کړی دی.
ننګرهار کې یوه زوی خپل پلار حلال کړی دی
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې یوه زوی خپل پلار په چاړه حلال کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون یکشنبې د غبرګولي ۹ مه مازیګر مهال د ننګرهار ولایت په دوربابا ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

دغه پلار او زوی په اصل کې د مومندرې ولسوالۍ دي، خو قتل به دوربابا ولسوالۍ کې شوی دی.

د ننګرهار د پولیسو ویاند فرید خان وايي، یوه زوی د خپل خسر په ملتیا خپل پلار له مومند درې ولسوالۍ دور بابا ولسوالۍ ته وړی او هلته یې په ډېره بې رحمۍ سره په چړو حلال کړی دی.

د پېښې لامل تر اوسه دقیق نه دی معلوم خو ځايي خلک وايي، دغه پېښه د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځ ته شوې ده.

د ننګرهار پولیس وايي، د پېښې په تړاو دوه تنه نیول شوي او پلټنې پیل شوې دي، چې معلومات به وروسته له رسینو سره شریک کړي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي