۰

د ننګرهار د کامې ولسوال په ماین چاودنه کې ټپي شو

پنجشنبه ۶ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۵۴
سیمه ییز چارواکي وايي، د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ د ولسوال په موټر د مقناطسي ماین چاودنه شوې او درې تنه یې ټپیان کړي دي.
د ننګرهار د کامې ولسوال په ماین چاودنه کې ټپي شو
سیمه ییز چارواکي وايي، د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ د ولسوال په موټر د مقناطسي ماین چاودنه شوې او درې تنه یې ټپیان کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه نن پنشنبې د غبرګولي ۶ مه د جلال آباد ښار د اتمې ناحیې اړوند بهسودو پله ته څېرمه د کامې د ولسوال په موټر شوې ده.

د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، د کامې ولسوال شریف الله فضلي دندې ته په لاره و، چې د بهسودو پله په سیمه کې یې پر موټر چاودنه شوې.

خویاڼي زیاته کړه، چې په دغه مقناطسي ماین چاودنه کې د کامې ولسوال شریف الله فضلي، د هغه یو ساتونکی او یو ملکي وګړی ټپیان شوي دي.

د والي ویاند د ټپي شویو کسانو د روغتیايي حالت په اړه جزیات نه دي ورکړي.

عیني شاهدان هم وايي په چاودنه کې د ولسوال په ګډون درې تنه ټپیان شوي، چې دوه د ولسوال ساتونکي دي.
 
د چاودنې مسوولیت تر اوسه چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي