۰

۶۵ داعشیان په ننګرهار کې طالبانو ته تسلیم شوي دي

دوشنبه ۱۰ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۴۰
 سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې ۶۵ تنه داعش وسله وال د اسلامي امارت سرتېرو ته تسلیم شوي دي.
۶۵ داعشیان په ننګرهار کې طالبانو ته تسلیم شوي دي
 سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې ۶۵ تنه داعش وسله وال د اسلامي امارت سرتېرو ته تسلیم شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ځايي استخباراتي چارواکي زیاتوي، دغه داعشیان د ننګرهار په کوټ او بټي کوټ ولسوالیو کې د قومي مخورو په منځګړیتوب اسلامي امارت ته تسلیم شوي دي.

د دوی په وینا تسلیم شویو داعشیانو په خپلو تېرو کړنو پښماني ښودلې او له جګړې لاس په سر شوي دي.

په ننګرهار کې د طالبانو د استخباراتو مشر ډاکتر بشير ویلي، که یاد کسان بیا ځل دولت ضد فعالیتونو ته مخه کړي قانوني چلند سره به مخ شي.
د یادونې ده، چې څو ورځې وړاندې هم ننګرهار کې پنځوس تنه داعشیان اسلامي امارت ته تسلیم شوي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي