د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا ویلي، له تېرې یوې میاشتې راهیسې له ۴ میلیونه افغانانو سره د خوراکي توکو مرسته شوې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اوچا په یوه ټوېټ کې زیاته کړې، چې د څه باندې ۱۵۰ بنسټونو، موسسو او د ملګرو ملتونو ادارو له خوا په افغانستان کې د بشري مرستو رسونۍ چارې لا هم روانې دي.
دغه راز اوچا زیاته کړې، چې په تېره یوه میاشت کې ۴۸زره ماشومانو ته په ولسي بڼه د زده کړې امکان برابر شوی او پنځه میلیونو اتیا زره کسانو ته لومړني روغتیايي مرستې رسول شوي دي.
د یادونې ده، چې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له ټینګولو وروسته اقتصادي رکود او لوږه زیاته شوې ده چې اټکل کېږي د ژمي راتګ به دغه ستونزې لا پسې زیاتې کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل