۰

مقتي: ډېر ژر به ګڼ هېوادونه افغانستان کې خپل سفارتونه پرانیزي

یکشنبه ۳۰ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۵۲
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په تازه څرګندونو کې ډاډ ورکړی، چې ډېر ژر به ګڼ شمېر هېوادونه کابل کې خپل سفارتونه پرانیزي.
مقتي: ډېر ژر به ګڼ هېوادونه افغانستان کې خپل سفارتونه پرانیزي
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په تازه څرګندونو کې ډاډ ورکړی، چې ډېر ژر به ګڼ شمېر هېوادونه کابل کې خپل سفارتونه پرانیزي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي متقي له یوې بهرنۍ رسنۍ سره خبرو کې ویلي، دمګرۍ هم په افغانستان کې د یو شمېر هېوادونو سفارتونه پرانیستي او شمېر یې ورځ تر بلې په ډېرېدو دی.

نوموړي ټینګار کړي، چې په نږدې ورځو کې ځينې اروپايي هېوادونه او ان د ناټو غړي هېوادونه خپل سفارتونه په افغانستان کې پرانیزي.

ښاغلي متقي وايي، د افغانستان نوی حکومت له ټولې نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او تمه لري چې نړیوال هم د دوه اړخیزو ګټو پر بنسټ ولاړې اړیکې له افغانستان سره وپالي.

امیرخان متقي دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې تازه متحده عربي اماراتو په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانستی دی.

د یادونې ده، چې کابل ته د طالبانو له راتګ او واک تر لاسه کېدو سره سم یو شمېر هېوادونو په افغانستان کې خپل سفارتونه وتړل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي