۰
متقي:

ډيپلوماسي نباید یوازې د لویو قدرتونو د منافعو او ایډیالوژیو د ترویج وسیله وي

یکشنبه ۲۲ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۰۶:۵۳
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د انتالیا د یپلوماسۍ فورم ته وینا کې و ویل، چې ډيپلوماسي نباید یوازې د لویو قدرتونو د منافعو او ایډیالوژیو د ترویج وسیله وي.
ډيپلوماسي نباید یوازې د لویو قدرتونو د منافعو او ایډیالوژیو د ترویج وسیله وي
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د انتالیا د یپلوماسۍ فورم ته وینا کې و ویل، چې ډيپلوماسي نباید یوازې د لویو قدرتونو د منافعو او ایډیالوژیو د ترویج وسیله وي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي و ویل، دیپلوماسي باید د هېوادونو د مشروع منافعو د ساتنې وسیله وي او باید جګړې ته د مشروعیت ورکولو پر ځای د جګړو د مخنیوي په موخه وکارول شي.

ښاغلي متقي ټینګار وکړ، چې له ډيپلوماسي څخه باید نظامي ځواک ته له پام پرته د هیوادونو د استقلال، هویت او مشروع منافعو د ساتنې په هدف کار واخیستل شي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر و ویل، په افغانستان کې اوسمهال امنیت تامین دی او ټول وګړي د ورورګلوي په فضا کې د یو او بل تر څنګ ژوند کوي.

نوموړي زیاته کړه، اوسمهال د تېر حکومت ۵۰۰ زره مامورین له دوی سره کار کوي، یوازې د سر خلک له حکومته تللي دي.

متقي څرګنده کړې ده چې افغانان سوله خوښې خلک دي او په وینا یې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې هم د اسلامي امارت رهبر ملا محمد عمر مجاهد امریکا ته د خبرو وړاندیز وکړ خو د امریکا د وخت حکومت پر نظامي لارو ټینګار کاوه چې افغانانو ته هم له مقاومت پرته بله لار نه وه پاتې.

ښاغلي متقي په خپلو خبرو کې د حکومت د مشروعیت او رسمیت پېژندنې په اړه هم څرګندونې وکړې ویې ویل، چې اسلامي امارت هغه شرطونه چې یو هېواد ته د نړیوالو لخوا د رسمیت پېژندنې لپاره اړین دي پوره کړي دي.

د ښاغلي متقي په وینا د اسلامي امارت په ټول هېواد واکمن دی، په ټول هېواد کې یې امنیت کابو کړی، خلک ترې خوشحاله دي او د هېواد د آبادۍ، د فساد له منځه وړلو او پرمختګ لپاره کلک هوډ لري، نو ځکه یې حق جوړېږي، چې د نړۍ له خوا په رسمیت وپېژندل شي.

هغه په دې اړه چې ګڼې اوسنۍ حکومت ټول شموله نه دی و ویل، که له ټول شموله هدف دا وي، چې د ټولو قومونو استازي دي په کې وي، خو په اوسني حکومت کې د هر قوم استازی شته دی.

نوموړي زیاته کړه، که له ټول شموله موخه دا وي، چې د ولایتونو په کچه خلک دې په کې وي، نو کابو له هر ولایت څخه یو وزیر او معین شته دی.

او په خبره یې که له ټول شموله هدف دا وي، لکه تېر حکومت چې و نو د هغه حکومت تر ۵۰۰ زره زیات کسان اوس په امارت کې کار کوي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر و ویل، د ټول شموله نارې هغه کسان وهي، چې له هېواده یې تېښته کړې او اوس هم په افغانستان کې خپلې ګټې په جګړه کې لټوي، چې په وینا یې دا خلک ولس نه غواړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي