۰
امیرخان متقي:

بندیزونو هېڅکله نتیجه نه ده ورکړې، موږ له نړیوالو سره تعامل غواړو

سی شنبه ۲۱ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۰۲
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي وايي، دوی له سیمې او نړیوالو هېوادونو سره تعامل غواړي او د همدې په خاطر د اړیکو نوی باب پرانستل غواړي.
بندیزونو هېڅکله نتیجه نه ده ورکړې، موږ له نړیوالو سره تعامل غواړو
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي وايي، دوی له سیمې او نړیوالو هېوادونو سره تعامل غواړي او د همدې په خاطر د اړیکو نوی باب پرانستل غواړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي متقي دغه څرګندونې پرون دوشبنې د زمري ۲۰ مه ماښام په واشنګټن کې د یوې انلاین غونډې ګډونوالو ته کړې دي.

نوموړي ټینګار کړي، چې افغانستان د سیمې او نړۍ سره د ښو اړیکو او تعامل غوښتونکی دی او نړۍ هم باید دا درک کړي او له افغانستان سره پر متقابل احترام ولاړې اړیکې وپالي.

هغه و ویل«د طالبانو حکومت له نړیوالو سره تعامل غواړي، خو نړۍ دې هم دا درک کړي، چې پر افغانستان بندیزونو هېڅکله هم نتیجه نه ده ورکړې.»

ښاغلي متقي ټینګار کړی، چې دوی غواړي په کور د ننه د ښې حکومتولۍ، سیمې او نړۍ سره د اړیکو برخه کې یو نوی سیاسي څپرکی پرانیزي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ویلي، چې د دوی د حکومت بهرنۍ پالیسي مثبته، بې پرې، متوازانه او اقتصاد محوره ده او د ګډونډیو په ګډون د سیمې او نړۍ له ټولو هېوادونو سره مثبتې او نیکې اړیکې غواړي.

ښاغلي متقي و ویل«له ټولو هېوادونو سره د متقابل درناوي پر بنا مثبت تعامل غواړو، څو د سترو هېوادونو د ټکر قرباني نه شو.»

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ټینګار وکړ، چې حکومت یې ټولشموله دی او د ټولنې ټول قومونه او قشرونه په کې شامل دي.

نوموړي یو ځل بیا له امریکا د کنګل شوو شتمنیو د خلاصون غوښتنه کړې ده او په خبره یې دا د افغانانو حق دی او امریکا باید په دې برخه کې نرمښت وښيي.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ټینګار وکړ، چې دوی د دوحې تړون ته ژمن دي او له امریکا هم غواړي، چې د دوحې تړون بشپړ عملي کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي