۰

ملګري ملتونه: افغانستان له څو اړخیزه ناورین سره مخ دی

دوشنبه ۲۳ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۱۹
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ ویاندې لیز تراسل په تازه څرګندونو کې ویلي، دوی دې پایلې ته رسېدلي چې دغه افغانستان له څو اړخیز ناورین سره مخ دی.
ملګري ملتونه: افغانستان له څو اړخیزه ناورین سره مخ دی
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ ویاندې لیز تراسل په تازه څرګندونو کې ویلي، دوی دې پایلې ته رسېدلي چې دغه افغانستان له څو اړخیز ناورین سره مخ دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا وايي، دوی د افغانستان وضعیت له نېږدې څاري او ورته جوته شوې، چې دغه هېواد د ناوړه اقتصادي وضعیت، بېکارۍ، نړیوالو اقتصادي فشارونو او ورته ستونزو له امله بشري ناورین د پراختیا په حال کې دی.

نوموړې زیاته کړې، لوږه، بېکاري، کمزوری اقتصاد او نامعلوم وضعیت ټول هغه څه دي چې په افغانستان کې یې یو څو اړخیز ناورین رامنځ ته کړی دی او کابو کول یې په نړیواله کچه همکاریو او پرېکړو ته اړتیا لري.

د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ ویاندې وايي، دمګړی میلیونونه افغانان خوراکي توکو او اقتصادي مرستو ته اړتیا لري چې باید دا ستونزه هم په بنسټیزه توګه حل کړل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي