۰

افغانستان او ترکمنستان پر مهمو مسایلو خبرې اترې کړې دي

یکشنبه ۲۶ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۲۲
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ افغان پلاوي له ترکمنستاني چارواکو سره پر مهمو مسایلو خبرې اترې کړې دي.
افغانستان او ترکمنستان پر مهمو مسایلو خبرې اترې کړې دي
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ افغان پلاوي له ترکمنستاني چارواکو سره پر مهمو مسایلو خبرې اترې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، افغان پلاوي په عشق آباد کې له ترکمن چارواکو سره خبرې کړې دي.

سرچینه زیاتوي، چې ښاغلي متقي او ورسره پلاوي د ترکمنستان د لومړي وزیر له مرستیال رشید مرداوف، بهرنیو چارو وزیر او نورو چاروکو سره لیدلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، په دې لیدنه کې د ټاپي پروژې د پيل، د رېل پټلۍ د کار د دوام او تحصیلي اړیکو په اړه بحثونه شوي دي.

ترکمنستان ویلي چې په دغه هېواد کې افغان محصلینو ته ځانګړې پاملرنه کوي او دغه راز به افغانستان ته په تخنیکی برخه کې د مسلکي کادرونو د روزنې لپاره بورسیې ورکوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، دواړو لورو همدا راز په بېلو برخو کې د اړیکو پر پراختیا هم ټینګار کړی دی او ترکمنستاني لوري له افغانستان سره د مرستو ډاډ هم ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي