ملګرو ملتونو اعلان کړی، چې د افغانستان په اړه د دوحې غونډه به د روان کال د سرطان په ۱۰مه او ۱۱مه، چې د جون په ۳۰مه او د جولای په لومړۍ نېټه ده، جوړه شي.
دغه سازمان زیاته کړې، چې د دوحې درېیمه ناسته به "له افغانستان سره د بین الافغاني خبرو اترو په همغږي او جوړښت کې د زیاتوالي" په هدف ترسره شي.
باید وویل شي، چې دا نېټه د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې "روزمیري ډی کارلو" له طالب چارواکو سره شریکه کړې وه.
ډي کارلو په تېرو څو ورځو کې په کابل کې و او له طالب چارواکو او حامد کرزي سره يې څو ليدنې کړې وې.
ملګري ملتونه وايي، دي کارلو کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د افغان مدني ټولنې له يو شمېر فعالانو سره هم وکتل.
د ملګرو ملتونو په اعلامیه کې راغلي چې افغان شخصیتونو د چانسلرې ګوتریش ته ویلي چې "له افغانستان سره د نړیوالې ښکیلتیا لپاره هره ستراتیژي باید هغه بشري، پرمختیايي او اقتصادي ننګونې په پام کې ونیسي چې افغانستان ورسره مخ دی."
خبرځاى زياته کړه چې دغو فعالانو په افغانستان کې د نشه يي توکو او تروريستي ډلو له خوا د رامنځته شويو خطرونو او ګواښونو يادونه هم وکړه.
جمهورخبري آژانس