د بدخشان ولایت په راغستان ولسوالۍ کې دولتي سرچینې وايي، په دې ولسوالۍ کې د غره د ښویېدو له امله د استوګنې ۱۵ کورونه ویجاړ شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه نن د چنګاښ په لومړۍ نېټه د بدخشان ولايت د راغستان ولسوالۍ په "رونج" سيمه کې رامنځته شوې ده.
ويل کيږي چې دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې دکلي اوسيدونکي له خپلو کورونو څخه ووتل .
سرچينې زياته کړې، چې په دې پېښه کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. خو د کلي اوسېدونکو ته يې درانه زيانونه اړولي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په همدې سيمه کې يو شمېر نور کورونه هم د ځمکې ښويېدو له ګواښ سره مخ دي.
جمهورخبري آژانس