طالبانو اعلان کړی چې د ایران د ولسمشر د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره د دې ډلې اقتصادي مرستیال او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ګډون کړی دی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن چهارشنبه (۲ جواز) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د دې ډلې د امارتي پلاوي مشري د اقتصاد وزارت مرستیال ملا برادر اخند او د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متوګي کوي. په تهران کې د ایران د پخواني ولسمشر ایت الله سید ابراهیم رئیسي د جنازې په مراسمو کې د طالبانو د چارو مسئولینو ګډون کړی دی.
د يادونې وړ ده چې د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر او د بهرنيو چارو وزير د ثور په دېرشمه نېټه د دغه هېواد په اذربايجان ولايت کښې د يوې چورلکې د لوېدو په پېښه کښې ووژل شول.
جمهورخبري آژانس