په بادغیس ولایت کې دولتي سرچینې وايي، دغه ولایت ته له ترکمنستان څخه وارداتي برېښنا پرې شوې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، له ترکمنستان څخه د بادغيس ولايت مرکز قلعه نو ښار ته د وارداتي برېښنا مزي له دوو ورځو راهيسې پرې شوي دي.
ویل کېږي، چې د ترکمنستان د برېښنا پرې کېدو د بادغیس اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
ترکمنستان په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو د طالبانو سيمه ييز چارواکي وايي، چې په ګاونډ کې يې برېښنا د تخريبي ستونزو له امله پرې شوې ده.
جمهورخبري آژانس