د برېتانیا د پوځ پخواني مشر ریچارډز هرستمونسه وايي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له غوښتنې سره سم ښايي برېتانیا په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېره زیاته کړي.
د
جمهور خبري آژانس د له مخې ریچارډز هرستمونسه له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له ۱۷ کلن حضور سره سره لا هم په دغه هېواد کې امنیتي وضعیت ترینګلی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې هېواد یې په افغانستان کې د ټرمپ له نوې تګلارې ملاتړ کوي او په دې برخه کې همکاري ورسره کوي.
د هغه په وینا ښایي د ټرمپ له غوښتنې سره سم برېتانیا په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې له پاره خپل اقدامات او سرتېري په دې هېواد کې ډېر کړي.
دغه پخوانی برېتانوي چارواکی پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې د امریکا ولسمشر له وړاندې په ناټو کې له خپلو متحدینو غوښتي، چې په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد جګړې د ګټلو لپاره باید ځواکونه ډېر کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل