۰
پاکستان:

په خړ لېست کې به شامل شو خو د تور لېست راپورونه رښتیا نه دي

پنجشنبه ۱۰ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۰۲
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ملنې، چې د هېواد نوم به یې په هغه نوملړ کې شامل شي، چې له ترهګرۍ سره د مالي مرستو په شک څارل کېږي.
په خړ لېست کې به شامل شو خو د تور لېست راپورونه رښتیا نه دي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ملنې، چې د هېواد نوم به یې په هغه نوملړ کې شامل شي، چې له ترهګرۍ سره د مالي مرستو په شک څارل کېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل ویلي، چې په جون میاشت کې به د پاکستان نوم دغه لیست کې شامل کړل شي.

خو وايي هغه راپورنه چې ګنې د پاکستان نوم به د پیسو د لېږد هېوادونو په تورلېست کې شامل شي رښتیا نه دي.

نوموړي ویلي، د د ایف اې ټي ایف داخلي مسایل حساس دي او د پاکستان د موضوع اړوند چارې به د پاکستان اقتصاد وزارت پر مخ بیايي، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

 او په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي، خو نوموړی وايي د دغې موضوع اړوند چارې به د پاکستان اقتصاد وزارت پر مخ بیايي.

د ډاکټر محمد فیصل په وینا، هغوی د تورو پیسو سپینولو او ترهګرو سره د مالي مرستو مخنیوي تګلاره کې نیمګرتیاوې په ګوته کړې دي.

باید و ویل شي، چې د تورو پیسو د سپینولو چارو هېوادونو نوملړ فنانشل ایکشن ټاسک فورس (FATF) نومې ادارې چمتو کړی چې نړیوال مالي مسایل څاري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي