۰
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییس:

د ټاکنو د روڼتوب سل په سله تضمین نه شو کولای خو هڅه کو، چې شفافې وي

چهارشنبه ۱۵ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۳۱
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییس وايي، د ځينو تخنکي ستونزو له کبله د راتلونکو پارلماني او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو د شفافیت او روڼتوب ضمانت نه شي کولای.
د ټاکنو د روڼتوب سل په سله تضمین نه شو کولای خو هڅه کو، چې شفافې وي
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییس وايي، د ځينو تخنکي ستونزو له کبله د راتلونکو پارلماني او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو د شفافیت او روڼتوب ضمانت نه شي کولای.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کمېسیون رییس او غړي نن چهارشنبې د وري ۱۵ مه ولسي جرګې ته د ټاکنو په اړه د پوښتونو له پاره ورغوښتل شوي وو.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییس ګلاجان عبدالدیع صیاد ولسي جرګې ته په خپلو خبرو کې و ویل، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د شفافه ټاکنو د ترسره کېدو هڅه کوي، خو سل په سله یې د شفافیت ضمانت نه شي کولای.

د هغه په خبره کمېسیون د ټاکنو د شفاف تر سره کېدا په پار د رایې ورکونکو د بایمیتریک کولو له پاره د ځینو تخنکي او نورو وسایلو وړاندیز کړی و خو په خواشنۍ، چې حکومت دغه وسایل چمتو نه کړل.

نوموړي و ویل«که حکومت دغه وسایل چمتو کړي وای، نو د ټاکنو د شفافیت تضمین مو کولای شوای، خو اوس کوښښ کوو چې ټاکنې شفافې تر سره شي.»

ده ټینګار وکړ، چې د کمېسیون غړي په ټول توان او ژمنتیا سره کار کوي، او هېچا ته به د فساد او تقلب اجازه ورنکړي.

د هغه په وینا د ټاکنو د شفافیت له پاره کمېسیون د رایې ورکوونکو نوملړ په خپل ډېټابس کې ثبتوي تر څو هغه څوک چې هڅه وکړي دوه ځلې خپله رایه وکاروي، وپېژندل شي او مخنیوی یې وشي.

نوموړي و ویل، که څوک په دې کار ولیدل شي نو د قانون سره سم به عدلي او قضايي اروګانونو ته وسپارل شي تر څو قانوني چلند ورسره وکړي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییس امنیتي ستونزو ته هم اشاره وکړه، خو ویې ویل، چې امنیتي ارګانونو ډاډ ورکړی، چې د ټاکنو د امنیت له پاره یې بشپړ چمتوالی نیولی او وړاندې له دې چې ټاکنې راورسېږي، په هغه سیمو کې چې تر ډېر امنیتي ګواښ لاندې دي، عملیات تر سره کړي.

ده زیاته کړه، چې د رایې ورکولو ۹۴۸ مرکزونه تر سختو امنیتي ګواښونو لاندې دي، چې د امنیت له پاره به یې افغان ځواکونه عملیات وکړي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییس دغه راز زیاته کړه، چې د پارلمان، ولسوالیو شوراګانو او ولسمشرۍ ټاکنې په یوه وخت نه شي ترسره کېدای ځکه نه ورته بودجه شته او مدیرت یې هم ستونزمن دی.

ښاغلي صیاد و ویل، چې کمېسیون به د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو نېټه هم په راتلونکې ثور میاشت کې اعلان کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي