د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره په خبرو کې ویلي، چې هند او چین په ګډه باید په سیمه کې د امنیت او ثبات لپاره کار وکړي.
د جمهور آزانس د خبر له مخې د هند لومړی وزیر او د چین ولسمشر په یوه ناسته کې پر بېلا بېلو مسایلو خبرې اترې کړې دي.
په دې لیدنه کې ښاغلي مودي ویلي، چې هند په افغانستان کې د ثبات او پرمختګ لپاره مرسته کوي او هیله لري چې چین هم په افغانستان کې له هند سره یو ځای پر پروژو پانګونه وکړي.
په ورته وخت کې ولسمشر شي جین پینګ د افغانستان ثبات د سیمې په ګټله بللی او ویلي یې دي، چې دوی په افغانستان کې د دایمي ثبات غوښتونکي دي.
ددواړو هېوادونو مشرانو په دغه لیدنه کې پر بېلو خپلمنځیو مسایلو هم خبرې کړې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل