۰

د حقانیه دارالعلوم مهتمم وايي طالبان دې نور جګړه بس کړي

شنبی ۲۲ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۳
د پاکستان د حقانيه دارالعلوم مهتمم مولانا انوارالحق ویلي، وسله وال طالبان او افغان حکومت دې نور جګړه بس کړي او د سولې خبرې دې وکړي.
د حقانیه دارالعلوم مهتمم وايي طالبان دې نور جګړه بس کړي
د پاکستان د حقانيه دارالعلوم مهتمم مولانا انوارالحق ویلي، وسله وال طالبان او افغان حکومت دې نور جګړه بس کړي او د سولې خبرې دې وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مولانا انورالحق په جاکارتا کې د اندونیزیا، افغانستان او پاکستان د علماو تر منځ غونده کې دغه څرګندونې کړې او له دوه لورو یې غوښتي، چې افغانستان کې دې د جګړې د ختمولو لپاره خبراترې وکړي.

په د اندونیزیا پلازمېنه جاکارتا کې د دغه هېواد، افغانستان او پاکستان د علماو تر منځ د افغانستان د سولې او جګړې د پای ته رسېدو په خاطر غونډه پرون
نوموړي په خپلو خبرو کې و ویل« افغانان ازاد قوم دى او نور نه بايد د بهرنيو دسيسو ښکار شي، د افغانستان حکومت او طالبان دې د خبرو اترو له لارې خپلې ستونزې سره حل کړي.»
جمعه د غويي ۲۱ مه تر سره شوه.

په غونډه کې د پاکستان د حقانيه دارالعلوم مهتمم مولانا انوارالحق چې په افغانستان او پاکستان کې پښتانه وژل کيږي، دغه جنګ د پښتنو پر ضد دى او دا ٣٠کاله کيږي چې نسل وژنه دوام لري.

نوموړي په خپلو خبرو کې و ویل« افغانان ازاد قوم دى او نور نه بايد د بهرنيو دسيسو ښکار شي، د افغانستان حکومت او طالبان دې د خبرو اترو له لارې خپلې ستونزې سره حل کړي.»

هغه ټینګار وکړ، چې جګړه نوره بس ده، وسله وال طالبان او افغان حکومت دې نور د سولې خبرې پیل او جګړې ته دې د پای ټکی کېږدي.

باید و ویل شي، چې په اندونیزیا کې د دغه دریو واړو هېوادونو دیني عالمانو په یوه ۱۲ مادیز پرېکړه لیکې کې ویلي، چې ترهګري نه باید په یوه دین، مذهب، تمدن او قول پورې وتړل شي، ځکه د دوی په وینا ترهګري، چې په کې ځانمرګي بریدونه او د ملګي وګړو وژنه ده، د اسلام د مبین دین له اصولو سره په ټکر کې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي