د برېتانیا دفاع وزیر ګاوین ویلیمسن ویلي په افغانستان کې د سولې د ټینګښت له پاره برېتانیا هم له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټیلګراف ورځپاڼې په یوه راپور کې لیکلي، چې ویلیمسن دغه څرګندونې د بریتانیا د پارلمان په دفاعي کمېټه کړې دي.
سرچینې د نوموړي له قوله زیاته کړې، باید د افغانستان د مسلې دایمي حللار ولټول شي او ښکېلې خواوې د خبرو مېز ته کښېنول شي.
د بریتانیا دفاع وزیر د افغانستان د حکومت د دې دریځ ملاتړ هم کړی، چې غواړي له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي او زیاته کړې یې ده، چې باید په افغانستان کې د سولې د ټینګښت او ثبات له پاره برېتانیا هم له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي.
راپور کې دا هم ویلي، دفاع وزیر د برېتانیا له لومړی وزیرې تیرزا مې غوښتي، چې افغانستان ته د ۴۵۰ نورو بریتانیايي پوځیانو له لېږلو سره موافقه وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل