د طالبانو د ډلې اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په تهران کې د دغې ډلې له سفیر مولوي فضل محمد حقاني سره وکتل او ویې ویل چې دغه ډله له خپلو ګاونډیانو سره متقابل احترام ته ژمنه ده.
د طالبانو تر کنټرول لاندې ارګ نن یکشنبې د غوايي ۹ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، حنفي ته په ایران کې د افغانستان د سفارت د دندو او فعالیتونو او په هغه هېواد کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه معلومات ورکړل شوي دي.
حقاني ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ ښې اړيکې، همغږي او متقابل درناوى شته او د دغه سفارت مسوولين هڅه کوي، چې هر څومره چې کېږي، پياوړي او پراخ کړي.
هغه زیاته کړه، د طالبانو د امارت له واکمنۍ وروسته په بېلابېلو برخو کې د افغان کډوالو، سوداګرو او محصلینو ستونزې هوارې شوې او د اسانتیاوو په چوکاټ کې د دوی د نورو ستونزو د حل لپاره لازم تدابیر نیول شوي دي.
نوموړي ویلي، ایران کې میشتو ټولو افغانانو ته د اړتیا وړ شناختي کارډونو او پاسپورټونو د ویش په هکله د دغې ډلې د چارواکو د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه.
مولوي حنفي دا هم وویل چې د طالبانو امارت له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه له ګاونډیو سره متقابل احترام او ښو اړیکو ته ژمن دی.
جمهورخبري آژانس