د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال میخایل ګالوزین وايي، په افغانستان کې د یوه جامع حکومت تر جوړېدو پورې به طالبان په رسمیت ونه پېژني.
ریانووستي خبري اژانس راپور ورکړی چې ښاغلي ګلوزین د جمعې په ورځ د ثور په اوومه په ازبکستان کې په یوه غونډه کې ټینګار وکړ چې د طالبانو په رسمیت پېژندنه د یوه جامع حکومت په جوړولو پورې تړلې ده.
هغه وويل: "ټول شموله حکومتوالۍ ته اړتيا ده چې د افغانستان د ټولو قومونو، مذهبونو او سياسي جريانونو استازي په کې شامل شي."
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې روسي پلاوي په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۵۵مه غونډه کې هم د یوه ټول شموله حکومت پر جوړېدو او په دې برخه کې د طالبانو د ژمنو پر عملي کېدو ټینګار کړی و.
وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ، روسیه له دغې ډلې سره ښې اړیکې لري. خو په ورته وخت کې هغه د هېواد په شمالي پولو په تېره بیا د داعش د خپرېدو په اړه اندېښمن دی.
جمهورخبري آژانس