امنیتي چارواکي وايي پلازمېنه کابل کې د یوې چاودنې له امله درې ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن یکشنبې د چنګاښ ۳۱ مه سهار شاوخوا ۸ بجې د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د لب جر په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د کابل د پولیسو ویاند حشمت الله ستانکزی وايي، چاودېدونکې توکي کثافاتو په یوه ټوکرۍ کې پر ځای شوي، چې د چاودنې له امله یې دوه ماشومان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
تر اوسه د دغه چاودنې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:کابل