د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون د څه باندې یو ملیارد افغانیو په ارزښت د څلورو پروژو قراردادونه منظور کړل.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې له ارګ نه خپرشوې خبرپاڼه وايي، د ملي تدارکاتو کمېسیون پرون یکشنبې د زمري ۷ مه ماښام مهال په ارګ کې غونده درلوده.
سرچینه زیاتوي، په دغه غونده کې ۹تدارکاتي موارد وارزول شول، چې په پای کې یې د څه باندې یو میلیارد افغانیو په ارزښت دغه څلور قراردادونه منظور شول.
په منظور شویو قراردادونو کې د ملکي هوایي چلند د خپلواکې ادارې اړوند د فضايي کنټرول په موخه د VSAT سټلایټونو د حفظ او مراقبت پروژه.
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت اړوند دولت په دولت د ۱۶STM په ظرفیت قرارداد چې د اقینې له ساحو څخه تورغونډۍ پورې د ترکمنستان له خاورې تېریږي د نوري فایبر قرارداد پروژه.
د درې کلونو لپاره د (.af) ورستاړي سره د دولتي او شخصي ډومینونو د راجستریشن او ثبت پروژې او دغه راز د تبرکلوز د ملي پروګرام اړوند د تبرکلوز د تشخیصیه بستو او د لومړۍ کرښې درملنې د ۵۰سلنې درملو د تدارک پروژې قراردادونه شامل دی.
دغه راز خبرپاڼه وايي، په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د کور جوړونې تصدۍ سره د غزني ولایت د ولایتي روغتون د جوړولو پروژې د تدارکاتي چارو د پړاونو د بشپړولو د پيلولو منظوري وغوښته چې کمېسیون منظور کړه.
سربېره پر دې د اوبو او انرژۍ وزارت اړوند له ګلبهار ـ پنجشیر د برېښنا لین د تمدید پروژې قرارداد د ورکړې د منظورۍ غوښتنه او په غور ولایت کې د پوزه لیچ د اوبو برېښنا دستګاه د جوړولو پروژه (د بیې له لوړولو پرته د مودې غځولو) قرارداد ملي تدارکاتو کمېسیون له ارزونې او بحث څخه وروسته منظور کړ.
د غور ولایت د پوزه لیچ د اوبو برېښنا دستګاه پر پروژې د بحث پر مهال ولسمشر ویلي، چې هدف د غور ولایت د خلکو کورونو ته د رڼا راوستل دي او د اوبو او انرژۍ وزارت ته یې لارښوونه وکړه چې له هره اړخه خپلې ارزونې ترسره او د دغه ولایت خلکو ته د برېښنا د زیاتولو بدیلې لارې وړاندې کړي.
ملي تدارکاتو کمېسیون د خاصو قطعاتو او نظم عامه په شمول د پولیس د قواوو د ۴۰۴میوند زون د اړتیا وړ ۱۳قلمه حبوباتو د تدارک او چمتو کولو قرارداد د ورکړې غوښتنه وکړه.
د کورنیو چارو وزارت اړوند د دغه قراراداد نوعیت چهارچوبي دی چې د پیشنهادي افر بیې د ارزونې په خاطر بېرته ور وګرځول شو او اقتصاد وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د ملي تدارکاتو ادارې سره په همکارۍ دا ارزونې ترسره کړي چې بله جلسه یې په اړه تصمیم ونیسي.
د سید جمالد الدین افغان د ښوونکو د روزنې د ۴۰ټولګیز کمپلکس ودانۍ د جوړولو پروژې (د بیې له زیاتولو پرته د مودې غځولو) قرارداد د تعدیل غوښتنه د کمېسیون له خوا رد شوه او د پوهنې وزارت ته دنده وسپارل شوه چې له دولتي تصدۍ سره دې نوی قرارداد او له سرغړونکي داوطلب سره دې قانوني چلند وشي.
د ملي تدارکاتو ادارې په ودانیزو چارو کې د پخوانیو قراردادونو د اجرااتو د ارزونې میکانیزم د کمېسیون غړو ته وړاندې کړ چې جمهوررئیس او د کمیسیون نورو غړویې قدرداني وکړه.
ولسمشر د مالیې او اقتصاد وزارتونو ته دنده وسپارله چې دغه میکانیزم وارزوي او په اړه یې د تدارکاتو ملي ادارې ته خپل نظریات وړاندې کړي، ځکه له دې کار سره د بودجې لګښت واضح او ورکړه په ټاکلي وخت ترسره کېږي.
باید و ویل شي، چې په دغه ناسته کې د کمېسیون پر غړو سربېره د ملي تدارکاتو ادارې مسوولانو، اداري فساد سره د مبارزې پارلماني کاکس، د ولسي جرګې د مالي، بودجې او اقتصاد کمیسیونونو، د سیګار او د غوڅ ملاتړ سیستیکا بین المللي او ملي ناظرینو او استازو هم ګډون درلود.
جمهورخبري آژانس:کابل