سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، لوګر ولایت کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور یې ژوندي نیولي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د لوګر د پولیسو ویاند شاپور احمدزي زیاته کړې، چې دغه عملیات تېره شپه د صفر یک قطعې د ځواکونو له خوا تر سره شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د صفر یک قطعې ځواکونو د لوګر مرکز پل علم اړوند، بابوس په سرسنګ او الوزیو کلیو کې عملیات تر سره کړل، چې په ترڅ کې یې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ژوندي نیول شوي دي.
دی وايي، په دې عملیاتو کې د وسله والو طالبانو ۷ عرادې موټر سایکلونه او یو موټر هم له منځه وړل شوی دی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:لوګر