راپورونه وایي، بنګلدېش کې د امریکا د سفیر پر موټر وسله وال برید شوی، خو په برید کې سفیر ته کوم زیان نه دی رسېدلی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون یکشنبې د زمري ۱۴ مه د بنګلدېش پلازمېنه ډاکه کې رامنځ ته شوې ده.
ډاکه کې د امریکا سفارت هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د سفیر پر موټر د برید پخلی کړی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې چې موټرسایکل سپرو وسله والو د سفیر پر موټر ډزې کړې دي، خو په پېښه کې د سفیر په ګډون هېچا ته زیان نه دی اوښتی.
د بنګلدیش حکومت وايي د پېښې هر اړخیزه پلټنه یې پيل کړې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل