۰
د نړیوال روغتیا سازمان د مدیترانې سیمې مشر:

د بیل ګیټس بنسټ د افغانستان د روغتیا سکتور لپاره ۱۵ میلیونه ډالره ځانګړي کړي دي

دوشنبه ۱۷ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۱۹
د روغتیا د نړیوال سازمان د مدیترانې سیمې مشرې میرمن حنان بلخي د طالبانو د ډلې د بهرنیو چارو له سرپرست مولوي امیرخان موتګي سره وکتل او ویې ویل چې بیل ګیټس بنسټ د افغانستان د سکتور لپاره ۱۵ میلیونه ډالره ځانګړي کړي دي. .
د بیل ګیټس بنسټ د افغانستان د روغتیا سکتور لپاره ۱۵ میلیونه ډالره ځانګړي کړي دي
د روغتیا د نړیوال سازمان د مدیترانې سیمې مشرې میرمن حنان بلخي د طالبانو د ډلې د بهرنیو چارو له سرپرست مولوي امیرخان متقي سره وکتل او ویې ویل چې بیل ګیټس بنسټ د افغانستان د سکتور لپاره ۱۵ میلیونه ډالره ځانګړي کړي دي.

د طالبانو ډلې د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبې (د ثور ۱۷) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د روغتیا په برخه کې د افغانستان او پاکستان د حکومتونو ترمنځ د خبرو د اسانتیا لپاره پر یوه پلان کار کوي.

هغه وویل چې د بیل ګیټس بنسټ په افغانستان کې د لومړنیو روغتیايي ستونزو لپاره ۱۵ میلیونه ډالره ځانګړي کړي او د سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو دولتونو هم په افغانستان کې د روغتیا په برخه کې هر یو درې میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي.

هغه زیاته کړه چې د بیل ګیټس بنسټ په افغانستان او پاکستان کې د پولیو د له منځه وړلو لپاره ۵۰۰ میلیونه ډالره ځانګړي کړي دي.

متقي همدا راز زیاته کړه، چې دغه ډله به د پولیو په ګډون د ټولو روغتیايي ټیمونو د امنیت د تامین او د کار د خوندي کاري چاپېریال د برابرولو لپاره نهایي هڅې وکړي.

جمهور خبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي