د افغانستان د ملي مقاومت جبهه وايي، د دې جبهې ځواکونو په کابل ښار کې په دوو جلا بریدونو کې اووه تنه وسله وال طالبان وژلي او ټپیان کړي دي.
دغې جبهې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه بریدونه تېره شپه په ۷:۴۰ او ۸:۱۵ دقیقو د کابل د نهمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د طالبانو پر پوستو شوي دي.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: په لومړي بريد کې د طالبانو د داخلي چارو په دروازه کې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او د دغې ډلې دوه تنه نور جنګيالي ټپيان شول.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دوهم برید کې هم د طالبانو دوه تنه وژل شوي او د دې ډلې یو بل جنګیالی ټپي شوی دی.
خبرگزاری جمهور