د طالبانو د ډلې د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د دغې ډلې پلاوی د ګمبیا په پلازمینه بنجول کښې د اسلامی ملګرتیا د سازمان په نننۍ غونډه کښې ګډون وکړ.
د طالبانو د ډلې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن یکشنبې د غوايي ۱۶ مه په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې د دغه سازمان په غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت ویاند او د نړیوالو سازمانونو رئیسانو د اسلامي همکارۍ سازمان په رسمي بلنه ګډون کړی و.
د يادونې وړ ده، چې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ د سازمان د مشرانو پنځلسمه غونډه پرون او نن د ګمبيا په پلازمېنه کې د هېوادونو د مشرانو او د بهرنيو چارو د وزيرانو په شتون کې ترسره کېږي.
جمهورخبري آژانس