د ازبکستان د ترانسپورت وزارت مرستیال جسوربیک چوریف ویلي، چې د افغانستان د ټرانسپورټ د پروژې عملي کار به د ۲۰۲۷ کال تر پایه بشپړ شي.
د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د پانګونې په دریمه نړیواله غونډه کې چوف وویل، چې دا پروژه به د ازبکستان، افغانستان او پاکستان درې واړه هېوادونه سره ونښلوي.
هغه وویل چې د دې پروژې په بشپړیدو سره به د منځنۍ اسیا هیوادونه د هند سمندر بندر ته لاسرسی ومومي.
دغه ازبک چارواکي وايي، د ټرانس-افغان اورګاډي پټلۍ د مالونو د لېږد وخت له ۳۵ څخه ۵ ورځو ته او لګښت یې ۴۰ سلنه کموي.
د يادونې وړ ده، چې د يادې پټلۍ د غځولو قرارداد په افغانستان کې د جمهوري رياست پر مهال بشپړ شوى و، خو؛ دا په دې وروستیو کې د طالبانو د واکمنۍ وروسته بیا پیل شوی.
جمهورخبري آژانس