د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، ټاکل شوې د چین او افغانستان تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو د ښه والي په موخه یو لوړ پوړی چینايي پلاوی کابل ته راشي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا له دفتره خپره شوې خبرپاڼه دغه څرګندونې کابل کې د چین سفیر سونګ د ملي امنیت شورا له سلاکار محمد حنیف اتمر سره خبرو کې کړې دي.
خبرپاڼه وايي، ښاغلي اتمر پرون د خپل کار په دفتر کې کابل کې د چین له سفیر ښالي سونګ سره وکتل او د افغانستان او چین ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر دوام او پرمختګونه خبرې وکړې.
کابل کې د چین سفیر په خپلو خبرو کې ویلي هېواد یې د سولې په برخه کې د هر اړخیزو همکاریو ژمنه کوي او دغه راز له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره ګډ کار او همکاریو ته دوام ورکوي.
سونګ د افغانستان او چین د دولتونو تر منځ په لوړه کچه د بحثونو او ملاقاتونو پر دوام ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، هېواد یې چمتو دی، څو یو لوړ پوړی پلاوی د دوه اړخیزو اړیکو د بهبود په موخه په نیږدې راتلونکي کې افغانستان ته را ولیږي.
د افغانستان ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر د افغانستان او چین ترمنځ په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې د همکاریو پرمختګونه د غوره سیمه ییزو همکاریو بیلګه وبلله.
جمهورخبري آژانس:کابل