د ولسمشر محمد اشرف غني په امر د غزني د امنیت د ټنګښت په موخه تازه دمه ځانګړي ځواکونه دغه ولایت ته رسېدلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ولسمشرۍ مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي وايي، حکومت دغه پرېکړه تېره شپه وکړه.
د هغه په وینا د همدې پرېکړې پر بنسټ په د غزني ښار د ساتلو او امنیت د کابو کولو له پاره ځانګړي ځواکونه د ښار په بېلا بېلو برخو کې ځای پر ځای شوي.
باید و ویل شي، چې په غزني ښار د تېرې پنشنبې په شپه نېږدې ۱۰۰۰ تنو وسله والو طالبانو له څو اړخونو ډلیز بریدونه وکړل، چې د ښار ځینو برخو ته یې ځانونه رسولي دي.
د طالبانو له بریدونو سره سم افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه لاس په کار شوي او د طالبانو سره په سخت جګړه کېوتي دي.
نن څلورمه ورځ ده، چې په غزني ښار کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ خال خال جګړه دوام لري خو د مرګ ژوبلې په اړه یې تر اوسه دقیق معلومات نه دي ورکړل شي.
ځینې راپورونه وايي، په دغه جګړه کې د ولسي وګړو په ګډون لسګونه طالبانو او افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په ورته وخت کې راپورونه وايي، د پوځ د ځانګړو ځواکونو سربېره نېږدې شپږ سوه د ملي امنیت ځانګړي ځواکونه هم غزني ښار ته ننوتي، چې ډېر ژر به امنیت کابو کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل