سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کندهار ولایت کې د یوه موتر بم خنثی کولو په چاودنه کې ۷ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه شاوخوا ۱۲ بج د کندهار ښار د ۱۱ مې حوزې اړوند دویمه عیني مېنه سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د کندهار د والي ویاند عزیز احمد وايي، پولیسو په دې سیمه کې له چاودېدونکو توکو ډک ټونس موتر کشف کړی و، چې د شنډولو پر مهال یې چاودنه کړې.
نوموړي زیاته کړه، چې په دغه چاودنه کې دوه پولیس وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي، خو د کندهار امنیه قومانداني وايي، په دغه چاودنه کې څلور پولیس وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
تر اوسه چا د دغه چاودنې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:کندهار