د ملګرو ملتونو د بشري چارو د هماهنګۍ اداره وايي، د غزني په جګړه کې شاوخوا ۲۱ زره خلک بې کوره شوي وو.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ادارې په خپل تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې اوس په غزنی بېرته عادي حالت ته ګرځېدلی او په ښار کې د ویجاړو شویو ودانیو بیارغونه پیل شوې ده.
د راپور پر اساس ښار کې هټې او مارکېټونه پرانستل شوي، برېښنا راغلې، مخابراتي شبکې فعاله شوې او خلکو خپل عادي ژوند پیل کړی دی.
د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي، چې افغان ځواکونو د کابل – غزني لویې لارې ماینونه هم پاک کړي او لار پرانستل شوې ده.
سرچینه زیاتوي، چې د خوړو نړیوال سازمان او د افغان سرې میاشتې ټولنې ۸۶۰۰ کسانو ته بېړنۍ خوراکې مرستې هم رسولي دي.
په راپور کې غزني ته د اوښتي زیان او هلته د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي، خو تر دې وړاندې راپورونو کې د لسګونو ولسي وګړو، امنیتي ځواکونو او سلګونو طالبانو د مرګ ژوبلې خبرونه ورکړل شوي وو.
دغه راز د دې تر څنګ ګڼې ودانۍ، هټۍ، مارکېټونه او دفترونه په بشپړه توګه سوځول شوي او ویجاړ شوي و، چې میلیونه افغانۍ زیان یې اړولی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل