په داسې حال کې، چې د پاکستان د پوځ مشر وايي، په دغه هېواد کې دیموکراسي قوي شوې خو ډان ورځپانې په یوه مطلب کې لیکلي، چې ملایان به دغه هېواد د ګدوډۍ کندې ته ټېل وهي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ډان لیکوال په خپل مطلب کې ویلي، چې پاکستان دا مهال د توندلارو او ترهګرو په منګلو کې ګیر دی او حکومت یې په مخنیوي کې پاتې راغلې دي.
د ډان په مطلب کې راغلي، چې توندلاري په حکومت کې رغنده نفوذ لري او حکومت هم نه شي کولای، چې چاڼ یې کړي او دا به خپله د دې سبب شي، چې دغه هېواد له ګډوډیو سره مخ او نسبي نظام یې هم له منځه ولاړ شي.
د مطلب لیکوال ټینګار کړی، تر څو چې یادې ډلې کابو او له منځه نه وي وړل شوې د نظم او امنیت لپاره روانې هڅې به پایله و نه لري.
په مطلب کې دا هم ویل شوي، چې د سختدریځو او مذهبي ډلو پر وړاندې د پاکستان د نوي لومړي وزیر دریځ نه دی معلوم.
که څه د ډان لیکوال د توندلارو او ترهګرو ډولو په مخنیوي کې د پاکستان د حکومت تګلارې ناکامې بولي، خو ځینې شنوونکي وايي، پاکستان د دغه ډلو په مخنیوي کې ناکام نه دی، بلکې دا ډلې همدوی د خپلو موخو د ترلاسه کولو په پاره رامنځ ته کړې او هر ډول ملاتړ یې کوي.
د توندلارو او ترهګرو ډولو په منګول کې د پاکستان د ګیرېدو خبره پر داسې مهال کېږي، چې د دغه هېواد د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه ویلي، چې په دغه ملک کې د وخت د تیریدو سره دیموکراسي قوي شوې ده.
باجوه چې د یکشنبې په ورځ د پاکستان د ولسمشر عارف علوي د ولسمشرۍ د دندې د لوړې د مراسمو په مهال خبریالانو ته و ویل چې دیموکراتیکې ادارې ډیر ژر قوي شوې دي او په راتلونکې کې به دا نورې هم ښه شي.
جمهورخبري آژانس:کابل