په شمال کې د پوځ چاوراکي وايي، د قندوز ولایت له پاره د وسله والو طالبانو مسوول او مهم قوماندان له امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو نن دوشنبې د تلې ۳۰ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته د قندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
په خبرپاڼه کې ویل شوی، چې په دغه جګړه کې د قندوز له پاره د طالبانو مسوول ملا منصور او د دوی یو بل مهم قوماندان ملا یاسین وحدت له خپلو ۲۰ ملګرو سره یو ځای وژل شوي دي.
خبرپاڼه وايي، ملا منصور او ملا یاسین وحدت د طالبانو له خورا مهمو کسانو څخه و، چې په قندوز کې یې په ګڼو ترهګریزو بریدونو او تخریبي فعالیتونو کې لاس درلود.
په خبرپاڼه کې د افغان ځواکونو د زیان په اړه څه نه دي ویلي شوي او نه هم طالبانو تر اوسه غبرګون ښودلی دی.
جمهورخبري آژانس:قندوز