۰

امریکا د چین دوه استخباراتي کارکوونکي د معلوماتو پر غلا تورن کړل

چهارشنبه ۹ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۴
د امریکا عدلیې وزارت د چین د استخباراتو دوه مامورین د امریکا له خصوصي شرکتونو د الوتکو او نورو تخنیکي معلوماتو پر غلا کولو تورن کړي دي.
امریکا د چین دوه استخباراتي کارکوونکي د معلوماتو پر غلا تورن کړل
د امریکا عدلیې وزارت د چین د استخباراتو دوه مامورین د امریکا له خصوصي شرکتونو د الوتکو او نورو تخنیکي معلوماتو پر غلا کولو تورن کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا عدلې وزارت ویلي، د چین د استخباراتو دوه کارکونکي، چې د ژیانګسو ولایت اوسېدونکي دي، له کلونو راهیسې د امریکايي الوتکو او نورو تخنیکو معلوماتو په پټولو بوخت دي.

وزارت زیاته کړې، دغه استخباراتي کارکوونکي ژانګ رونګ او چای منګ نومېږي او له دوی سره د مرستې په خاطر پنځه نور چینانیان هم د تورنو کسانو په لېست کې شامل شوي دي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د چین دغه استخباراتي افسران او د هغوی تر لاس لاندې کسان له تېرو پنځو کلونو راهیسې د امریکا له خصوصي شرکتونو د معلوماتو په غلا کولو بوخت دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه کسانو هڅه کوله، د امریکا د سوداګرۍ د هوايي لیکو پټ معلومات تر لاسه کړي او دغه راز یې د امریکا د آریزونا، ماساچوست او اورګان ایالتونو کې د هوايي فضا شرکتو معلومات هک کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي