ملي دفاع وزارت د افغانستان په څلورو ولایتونو کې د لږ تر لږه ۶۰ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن چهارشنبې د لړم ۱۶ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو په کاپیسا، سرپل، فاریاب او فراه ولایتونو کې عملیات تر سره کړي دي.
خبرپاڼه وايي، په دغه ولایتونو کې د عملیاتو پر مهال لږ تر لږه ۳۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د کاپیسا په نجراب ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال ۱۱ وسله وال وژل شوي او ۱۳ ټپیان دي.
دغه راز د سرپل په سوزمه قلعه ولسوالۍ کې د عملیاتو په ترڅ کې ۸ وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د سرچینې د معلوماتو پر اساس د فاریاب په پښتونکوټ ولسوالۍ کې بیا د هوايي بریدونو پر مهال ۵ وسله وال وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.
دفاع وزارت وايي، د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې بیا د افغان پوځ په ځوابیه بریدونو کې ۶ وسله وال وژل شوي او ۱۱ ټپیان دي.
خو د څلور واړه ولایتونو د مرګ ژوبلې په اړه طالبانو څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل