چارواکي وايي، وسله والو طالبانو بلخ ولایت کې ۲۵ مسافر برمته کړي چې تر اوسه پورې ورسره دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون سه شنبې د لیندۍ ۶ مه د بلخ ولایت د زارع او کشنده ولسوالیو ترمنځ لار باندې رامنځ ته شوې.
د بلخ د والي ویاند منیراحمد فراهاد د دغه خبر د پخلي تر څنګ وايي، یاد مسافر په دوه پلانکوچ موټر کې د سرپل ولایت له بلخاب ولسوالۍ د بلخ لور ته روان و، چې د لارې په اوږدو کې د وسله والو طالبانو له خوا ښکته او برمته شوي دي.
په ورته وخت کې ځینې راپورونه وايي، دا مسافر د مهدي مجاهد په نوم د یوه غیر مسوول وسله وال قوماندان چې تازه له طالبانو سره یو ځای شوی له خوا تښتول شوي دي.
جمهورخبري آژانس:بلخ