۰

ولسمشر غني وايي، سوله به پانګونې ته لا زیاته زمنیه برابره کړي

پنجشنبه ۱۵ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۱
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د هېواد له اقتصادي فعالانو سره په لیدنه کې ویلي، چې سوله به په هېواد کې نورې پانګونې ته هم لار هواره کړي.
ولسمشر غني وايي، سوله به پانګونې ته لا زیاته زمنیه برابره کړي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د هېواد له اقتصادي فعالانو سره په لیدنه کې ویلي، چې سوله به په هېواد کې نورې پانګونې ته هم لار هواره کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر د سولې په اړه د مشورتي ناستو په لړ کې پرون چهارشنبې د لیندۍ ۱۴ مه د افغانستان د اقتصادي فعالانو سره کتلي دي.

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه وایي، دغه لیدنه چې په ارګ کې تر سره شوه، په کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې سرپرست خانجان الکوزي، د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې ريیسې منېژې وافق، د صنایعو او کانونو خونې ريیس شېرباز کمین زاده او یوه پانګوال ذبیح الله زیارمل د نورو په استازیتوب د سولې په اړه د ولسمشر د برنامو او هڅو هرکلی او ملاتړ وکړ.

سرچینه وايي، دغه اقتصادي فعالانو په خپلو خبرو کې و ویل، چې سوله یوه اړتیا ده او د سولې له برکته پانګونې او اقتصادي ودې ته لا زیاته زمینه برابرېږي.

خبرپاڼه وايي، اقتصادي فعالانو په هېواد کې د سوداګرو او پانګوالو پر خوندیتوب ټینګار وکړ او له ولسمشره یې وغوښتل چې د سترو پانګونو جذبولو ته دې زیاته پاملرنه وشي.

بل خو ولسمشر غني هم په خپلو خبرو کې و ویل، چې سوله د پانګونې لپاره ښه فرصت برابروي او د سولې پروسه د خلکو له سترګو پټه نه شي پاتې کېدای.

هغه زیاته کړه، حکومت د مذاکره کوونکي پلاوي نوملړ اعلان کړی او د خصوصي سکتور په ګډون د خلکو د ټولو اقشارو لپاره په مشورتي بورډ کې ځای په پام کې نیول شوی او له تاسې سره به په هر پړاو کې مشوره کېږي.

ښاغلي غني ویلي«پانګوال او دولت د یوه بل ممد دي او موږ باید د یوه بل په مرسته تر ۲۰۲۴ کال پورې د اقتصادي ودې لپاره جدي کار وکړو، څو له وارداتي هېواد څخه په صادروونکي هېواد بدل شو.»

هغه د خپلو خبرو په پای کې له اقتصادي فعالانو څخه وغوښتل چې د تولیدوونکو اتحادیو، د محصولاتو او تولیداتو د پروسس، بازارموندنې او معیاري جوړولو په برخه کې کار وکړي. هغه څرګنده کړه کانونه د پانګونې لپاره چمتو دي او تاسې کولای شئ په دې برخه کې فعالیت وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي