ملي دفاع وزارت وايي، غزني ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو په چاڼیزو عملیاتو کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن سه شنبې د لیندۍ ۲۱ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې افغان ځواکونو د غزني د مرکز اړوند سیمو او واغظ ولسوالۍ کې دغه چاڼیز عملیات تر سره کړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دې عملیاتو کې ۳۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل