ولسمشر غني په ګلخانې ماڼۍ کې د هالنډ له دفاع وزیرې انا تیودورا برناردینا سره کتلي او پر یو لړ موضوعاتو یې ورسره خبرې کړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، ولسمشر پرون چهارشنبې د لیندۍ ۲۱ مه له مېرمن برناردینا سره وکتل.
په خبرپاڼه کې ویل شوي په دې کتنه کې دواړو خوا د دوه اړخیزه همکاریو، په ځانګړي ډول د سوداګرۍ، کرنې، سولې، امنیت او دفاعي سکتور کې د اصلاحاتو به اړه خبرې او بحث وکړ.
خبرپاڼه د هالنډ د دفاع وزیرې له قوله وايي، چې دوی د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د سولې د هلو ځلو ملاتړ کړی دی او کوي یې.
د هالنډ دفاع وزیري زیاته کړ، چې په امنیتي سکتور کې د اصلاحاتو په برخه کې د دولت د اقداماتو، د سولې بهیر کې د هلو ځلو او د ښځو حقونو ته د پاملرنې ستاینه وکړه.
نوموړې ټینګار کړی، چې د هالنډ خلک او حکومت به د افغانستان ترڅنګ پاتې شي او دا هېواد به یواځې پرې نه ږدي.
جمهورخبري آژانس:کابل