ملي دفاع وزارت په میدان وردګو ولایت کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال د ۱۱ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن پنشنبې د لیندۍ ۲۲ مه په یوه خبرپانه کې ویلي، افغان ځواکونو پرون د میدان وردګو ولایت په سید آباد ولسوالۍ کې عملیات تر سره کړي دی.
سرچینه زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
ملي دفاع وزارت دغه راز وايي، په دې عملیاتو کې د وسله والو طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل