۰
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی:

ځینې هېوادونه له سولې د وسیلې په توګه د ځان په ګټه کار اخستل غواړي

سی شنبه ۲۷ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۷
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان ځانګړي استازي خبرداری ورکړ، چې افغان ولس داسې کړنې په کې له سولې د یوې وسیلې په توګه د ځان په ګټه کار واخستل شي د منلو وړ نه دي.
ځینې هېوادونه له سولې د وسیلې په توګه د ځان په ګټه کار اخستل غواړي
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان ځانګړي استازي خبرداری ورکړ، چې افغان ولس داسې کړنې په کې له سولې د یوې وسیلې په توګه د ځان په ګټه کار واخستل شي د منلو وړ نه دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې محمود صیقل چې تېره شپه یې نیویارک کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځانګړې غونډې ته خبرې کولې د افغانستان د سولې پروسې ته په اشارې و ویل، چې ځيني هېوادونه غواړي له دې ناوړه ګټه پورته کړي.

نوموړي د کوم هېواد نوم وانخست خو خبرداری یې ورکړ، چې د افغانستان خلکو ته دا ډول کړنې چې له سولې د يوې وسيلې په توګه د ځان په ګټه کار واخلي، د منلو وړ نه دي.

د افغانستان ځانګړي استازي و ویل، افغانان داسې سوله غواړي چې په کې بشري حقوق او په ځانګړې توګه د ښځو حقوق او د تېرو ١٧ کلونو لاسته راوړنې خوندي وي.

ښاغلي صیقل ویلي« موږ تلپاتې سوله غواړو او په دې برخه کې له سياسي، ټولنيزو او اقتصادي فرصتونو څخه استفاده کوو.»

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان ځانګړي استازي یاد څرګندونې پر داسې مهال وکړې، چې پرون دوشنبې د لیندۍ ۲۶ مه په متحده عربي اماراتو کې د امریکا او طالب استازو تر منځ مخامخ خبرې روانې دي.

په دې درې ورځۍ ناسته کې چې نن او سبا به هم دوام ولري، د متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او پاکستان استازي هم ګډون لري او د افغان حکومت مرکچي پلاوی هم اماراتو ته رسېدلی دی.

که څه هم د افغان مرکچي پلاوي او طالبانو تر منځ تر اوسه خبرې نه دي شوې، خو ځینې سرچینې وايي، ښايي په نېږدې کې دواړه لوري مخامخ خبرې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي