۰

کابل پولیسو دوه وسله وال غله نیولي دي

چهارشنبه ۱ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۱۰
د کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو پلازمېنه کابل کې دوه تنه وسله وال چې له یوې هټۍ یې غلاه کوله نیولي دي.
کابل پولیسو دوه وسله وال غله نیولي دي
د کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو پلازمېنه کابل کې دوه تنه وسله وال چې له یوې هټۍ یې غلاه کوله نیولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن چهارشنبې په یوه خبرپاڼه کې ویلي دغه غله د کابل ښار د یوولسمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې نیول شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې دغه نیول شوي غله تېره شپه د سلواغې ۳۰ مه کابل ښار د خیرخانې سیمې په لومړی حصه کې یوې هټۍ ته له ننوتلو وروسته ۷۰ زره افغانۍ او یوه اندازه د موبایل کرېډېټ کاروتونه له ځان سره اخلي او تښته کوي.

د وزارت خبرپاڼه وایي، دغه غله د ۱۱ مې امنیتي حوزې د پولیسو له خوا د همدې حوزې په یولسمه ناحیه کې تر پېژندولو وروسته ونیول شول.

په خبرپانه کې ویل شوي، له دغه غلو څخه یو میل تومانچه هم تر لاسه شوې او دوی په ورته نورو غلاو کې هم په لاس لرلو تورن شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي