د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي، د پاکستان فضا لا هم د الوتنو پر مخ تړلې ده خو ښايي د دې اوونۍ په لړ کې پرانیستل شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یادې ادارې له لوري نن شنبې د وري ۳ مه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د پاکستان او هند ترمنځ د کړکېچ له زیاتېدو وروسته د پاکستان فضا د فبرورۍ میاشتې له ۲۷مې راهيسې د هوايي ترافیک پر مخ تړلې ده.
خبرپاڼه کې لیکل شوي د ملکي هوايي چلند ادارې مسوولینو د ستونزې له پیله د پاکستان له اړوندې ادارې سره د ډيپلوماتیکو او پرله پسې اړیکو له لارې دا موضوع تعقیب کړې څو د حل لار ورته پیدا شي.
سرچینه زیاتوي د پاکستان فضا له تړل کېدو وروسته د هوايي چلند ادارې د هېواد سوېل لوېديځ مسیر له لارې د ایران له فضا بدیل مسیر پرانیست څو هند ته د هېوادوالو تګ له خنډ او ځنډ سره مخ نه شي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د هوايي ملکي چلند اداره دا موضوع په دوامداره توګه تعقیبوي او ټولو هوايي شرکتونو ته یې لارښوونه کړي چې د لارې اوږدوالی باید د ټکټ له بیو سره نږدې تناسب ولري او د لوړېدا مخنیوی یې وشي.
جمهورخبري آژانس:کابل