۰

غور کې د طالبانو د صحرايي محکمې مسوول وژل شوی دی

شنبی ۲۱ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۹
کورنیو چارو وزارت په غور ولایت کې د وسله والو طالبانو د صحرايي محکمې د مسوول د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
غور کې د طالبانو د صحرايي محکمې مسوول وژل شوی دی
کورنیو چارو وزارت په غور ولایت کې د وسله والو طالبانو د صحرايي محکمې د مسوول د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د طالبانو د صحرايي محکمې دغه مسوول د امنیتي ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې وژل شوی دی.

سرچینه زیاتوي، امنیتي ځواکونو د تېرې پنشنبې په ورځ د غور په غلمین کلي کې عملیات وکړل، چې پر مهال یې د طالبانو د صحرايي محکمې مسوول او سرګروپ و وژل شو.

کورنیو چارو وزارت د وژل شوي کس د هویت په اړه جزیات نه دي په ډاګه کړي، خو وايي په عملیاتو کې دوه میله وسلې له مهماتو او یوه شمېر اسنادو سره د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې دي.

دغه راز وزارت ویلي، په دې عملیاتو کې د وسله والو طالبانو شپږ عرادې موټرسایکلونه هم له منځه وړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي