د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال الیس ویلز د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له غړو سره کتلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن ویلز چې پرون یکشنبې د غوایي ۲۲ مه کابل ته راغلې، نن دوشنبې کابل کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له غړو سره کتلي.
کابل کې د امریکا سفارت پر خپل ټوېټر لیکلي، چې په دې کتنه کې د دواړو لورو له خوا پر ټاکنو هر اړخیز بحث شوی دی او مېرمن ویلز پر خپل وخت د ټاکنو پر ترسره کېدو ټینګار کړی دی.
سرچینه زیاتوي دغه راز الیس ویلز د ټاکنو پروسې پر روڼتیا، د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر پر چټکتیا، د اړتیا وړ کارکوونکو پر روزنه هم ټینګار کړی دی.
باید و ویل شي، چې مېرمن ویلز پرون د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د حکومت له اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله سره هم جلا جلا وکتل او د ټاکنو تر څنګ یې پر یو لړ مسایلو ورسره خبرې وکړې.
جمهورخبري آژانس:کابل